د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې اداره وایي، چې نن دوشنبې د ثور ۳۱مه د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د ورښتونو او سیلابونو د راوتو اټکل شته.
دې ادارې په خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی چې نن د سالنګونو په ګډون په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشیر، نورستان، کونړ، کاپيسا، پروان، وردګ، بامیان، سمنګان او غور ولایتونو کې د باران او سیلابونو د پېښېدو اټکل کېدای شي.
د خبرپاڼې له مخې چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د ورښت کچه له ۱۵ تر ۲۵ ملي مترو پورې وي.
د هواپېژندنې ادارې همداراز ویلي چې په شمال لوېدیځو، سویل لوېدیځو، سوېلي او مرکزي ولایتونو کې د چټکو بادونو امکان هم شته دی چې په بېلابېلو سیمو کې به یې د سرعت کچه له ۳۰ تر ۷۵ کلیو مترو پورې وي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اوونیو کې د بغلان او غور په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې مرګونو سیلابونو هېوادوالو ته ځاني او درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31673